یوه پاکستانۍ کمپنۍ غواړی د افغانستان برښنا تولید برخه کې پانګونه وکړی

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۱مه او د اکټوبر میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د پاکستان د تېلو او ګازو یوې خصوصی کمپنۍ په افغانستان کې د برښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د راپورونو له مخې، د (OGIL) په نوم د تېلو او ګازو د پانګونې پاکستانی شرکت یوه پلاوی پرون په کابل کې د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر ملاعبدالطیف منصور سره لیدلی دی.
په دغې لیدنه کې د یاد شرکت پلاوی وویل چې، په افغانستان کې د ۳۰۰ مېګاواټه برښنا د تولید لپاره پانګونې ته لېوالتیا لری.
افغانستان هغه هېواد دی چې که څه هم د انرژۍ د تولید لپاره اوبیزې سرچینې لری خو د برښنا د تولید په برخه کې ستونزې لری او په ډېری سیمو کې یې خلک له برښنا بې برخې دی.
د کابل په ګډون د ډېرو لویو ښارونو برښنا وارداتی ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.