کابل/ګهیځ: کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۲۳مه او د اکټوبر ۱۵مه نېټه ده) د زابل پوهنې ریاست د دغه ولایت په دوه ولسوالیو کې له څلورو لسیزو راهیسې د بند ښوونځیو له بیا پرانستو خبر ورکړی.
دا ښوونځیو شینکۍ او نوبهار ولسوالیو ته د زابل ولایت د پوهنې رییس مولوی محمد عثمان حریت د سفر په ترڅ کې پرانستل شوی دی.
د معلوماتو له مخې د نوبهار او شینکۍ ولسوالیو په اکازو او فقیرزو کلیو کې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ اوسېږی چې له څلورو لسیزو را پدېخوا له زده کړو بې برخې وو.
عثمان حریت د ښوونځیو لپاره د معیاری ودانیو د جوړولو لپاره د هڅو ژمنه وکړه.
دا نه دی ول شوی، چې دې ښوونځیو ته به پر هلکانو سربېره نجونې هم ور ځی او که نه خو ا.ا پر افغانستان له بیا واکمنېدو را وروسته په دې هېواد کې له شپږم ټولګی پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دی.
که څه هم حکومتی چارواکو په دې تړاو د یوې طرحې له جوړولو وروسته د ښوونځیو د پرانستو تکراری ژمنې کړی خو له یو کال ډېره موده وشوه چې په دې اړه کوم مثبت خبر نه تر سترګو کېږی.
گهیځ