متقی سره د یوناما د مشرې لیدنه؛ د افغانستان او نړیوالې ټولنې د نږدې کولو پر اړتیا هوکړه شوې

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۲۴مه او د اکټوبر ماشتې ۱۶نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی نوې ټاکل شوې استازې په رسمی ډول خپل دنده پیل کړه او په لومړی وار یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره لیدلی دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ‘یوناما’ د روزا اوتونبایوا په حواله ویلی، چې دوی د افغانستان او نړۍ ترمنځ د واټن د راکمولو لپاره د پله کار کوی.

یوناما د خپلو ټولنیزو رسنیو پر پاڼو لیکلی چې دې ناسته کې “همکارۍ لپاره په یو لړ پراخو مسلو لکه د باور جوړونې، بانکی سیسټم او د نجونو په ګډون ټولو لپاره په ښوونې او روزنې بحث” وشو.

یوناما زیاته کړې “له اختلافاتو سره سره دوی د افغانانو په خاطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې د نږدې کولو پر اړتیا موافقه وکړه.”

ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغې لیدنې په هکله ویلی، چې یوناما به یو ځل بیا افغان فنډ ژوندی کړی او تر څنګ یې داسې حساس مسایل شته چې په ګډه به کار پرې وکړی.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر د متقی له قوله لیکلی، چې اوس له نړۍ سره د افغانستان د نږدې کولو وخت را رسېدلی دی او په خبره یې هر لوری باید “یو د بل شرایط، لومړیتوبونه او غوښتنې درک کړی او یوناما دا کار ښه کولای شی”.

پر افغانستان د ا.ا د بیا واکمنېدو راهیسې تر ننه د نجونو پر مخ له شپږم ټولګی پورته ښوونځی تړل شوی او د امریکا لخوا پر بانکی سیسټم د بندیزونو په لګولو په دې هېواد کې حکومت، غیر دولتی ادارې، سوداګر او کاروباریان له اقتصادی بحران سره مخ کړی دی.

د یادولو وړ ده، چې ا.ا په غوڅ ډول د ښوونځیو د بندولو خبره نه ده کړې، همدا تېره ورځ مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد په ترکیه کې د نړۍ د دینی عالمانو غونډې ته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو تازه ژمنه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې پر شته ستونزو جدی کار روان دی او په خبره یې حتما د نجونو ښوونځی پرانېزی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.