د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په یوه کان کې د چاودنې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشینی ښودلې

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۲۴مه او د اکټوبر ماشتې ۱۶نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هغو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ اظهار کړی، چې په ترکیې کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې قربانی شوې دی.

تېره ورځ د ترکیې په شمال برتین ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنه رامنځ ته شوه، چې له امله یې شاوخوا ۲۸ تنه ووژل شول.

د معلوماتو له مخې په دې کان کې ۱۱۰ تنو کار کاوه، چې له پېښې وروسته د ۲۸ تنو له وژل کېدو او ۱۱ تنو د ژغورل کېدو راپور ورکړل شوی.

د دغه کان پاتې کیندونکی لا هم ورک دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر لیکلی، چې دغه وزارت د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکی ښیی او هیله ښیی چې په کان کې ایسار وګړی په خوندی ډول وژغورل شی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د دغې چاودنې لامل، چې د ځمکې په ۳۰۰ مترو ژورو کې رامنځ ته شوې، نه دی روښانه خو د لومړنیو پلټنو له مخې اور اخیستونکی ګاز ښودل شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.