د لوړو زده کړو نوی ټاکل شوی وزیر: د عصری علومو پر مټ کولی شوی د هېواد د دفاع اسباب چمتو کړو

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د تلې/میزان ۲۶مه او د اکټوبر میاشتې ۱۸مه نېټه ده) د لوړو زده کړو نوی ټاکل شوی وزیر ندا محمد ندیم وایی د هېواد ځمکنۍ او فضایی دفاع او د دښمن په شا تمبول پر ځان بساینې ته اړتیا لری، چې په خبره یې د دې لپاره د اسبابو لرل اړین دی.
تېره شپه (د تلې ۲۵مه) د ا.ا د مشرتابه په یوه ځانګړی فرمان د لوړو زده کړو پخوانی سرپرست وزیر عبدالباقی حقانی ګوښه او پر ځای د کابل پخوانی والی ندامحمد ندیم د یاد وزارت لپاره نوی وزیر وټاکل شو.
ښاغلی ندیم د پوهنتون د استادانو یوې غونډې ته وویل، چې د هېواد دفاع لپاره وسایل برابرول د عصری علومو پر مټ کېدی شی: “د پوهنتون له شاګرده به داسې څوک جوړېږی، چې ټانک، توپ، ټوپک او اولوتکه به جوړولی شی او د مسلمانانو د دفاع اسباب به جوړولی شی “.
د نوموړی په وینا دا یو قرآنی حکم دی او د فرض کفایی په درجه کې راځی او زیاتوی، له عصری علومو څخه په استفادې کولی شو عقیدوی او روحانی علومو ته رسېدنه وکړو.
د لوړو زده کړو وزیر، د نوی نسل په روزنه کې د پوهنتون د استادانو هڅې وستایلې او پر هغوی یې په یاده برخه کې د لا کارکولو غږ وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې امربالمعروف وزیر عصری زده کړې مستحب بللې وې، چې د نوموړی دغه څرګندونې د حکومتی چارواکو او د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو له پراخ غبرګون سره مخ شوې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.