ورزش؛ افغانستان د تمریناتی لوبو په لړ کې سبا له پاکستان سره لوبېږی

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د تلې/میزان ۲۶مه او د اکټوبر میاشتې ۱۸مه نېټه ده) د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډله به د نړیوال جام په درشل کې د خپلې دوهمې تمریناتی لوبو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شی.
د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې خپله لومړۍ تمریناتی لوبه پرون له بنګله‌ دېش څخه د ۶۲ منډو په توپیر وګټله.
د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک د پرونۍ لوبې په رسینو ته وویل: “لکه څنګه چې مو د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبه ولیدله، څرګنده شوه چې د هېواد ملی لوبډلې نړیوال جام ته پوره چمتووالی نیولی دی.”
افغان لوبډلې په شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
بنګله ‌دېش په شل اورونو کې د ۹۸ منډو په جوړولو سره نهه لوبغاړی له لاسه ورکړل.
افغان لوبډله به په نړیوال جام کې لومړۍ رسمی لوبه له انګلستان سره ترسره کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.