کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۲۷مه او د اکټوبر میاشتې ۱۹مه نېټه ده) تمه ده، چې سبا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت او حقونو بحث وشی.
دا خبره په ملګرو ملتو کې د افغانستان سرپرست استازی نصیر احمد فایق رسنیو ته کړې او ویلی یې دی، چې د غونډې ګډونوال به د ښځو او نجونو وضعیت وارزوی او د حل پر لارو چارو به یې بحث وکړی.
د افغانستان د نوی سرپرست حکومت پېژندو لپاره ظاهراً د امریکا یو شرط ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو اجازه ورکول دی.
واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته که څه هم د خلاصېدو تکراری ژمنې یې کږی خو د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګی پورته ښوونځی تړل شوی او له یو شمېر ادارو ښځې ګوښه کړی شوې دی.
گهیځ