غزنی؛ خلک په شخصی لګښت د ښوونځی لپاره ودانۍ جوړوی

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د غزنی پوهنې ریاست وایی،و چې په دغه ولایت کې د عامو خلکو په شخصی لګښت د یوه ښونځی د ودانۍ رغنېزې چارې پیل شوی.
د باختر خبری اژانس د راپور له مخې، د دغه ولایت د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال عبدالقیوم محمد ویلی، د غزنې د ده یک ولسوالۍ د شاه ګل خېلو کلی لومړنی ښوونځی ودانۍ نه لرله، چې د سیمې د خلکو لخوا ور ته ۲۰۰ زره افغانۍ ټولې شوی.
د دغه ښوونځی د بنسټ ډبره کېښودل شوې او په عملی توګه یې رغنیزې چارې پیل شوې دی.
عبدلقیوم محمد دا چاره له پوهنې د خلکو ملاتړ وباله.
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې که څه هم د خلکو اقتصادی وضعیت له پښو غورځېدلی خو له لرې پرتو سیمو په شخصی لګښتونو د ښوونیزو مرکزو د جوړېدو راپورونه ډېر شوې دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.