کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده د افغانستان په شمالی او ختیځو ولایتونو کې د ترهګرو ډلو په اړه چې د ده په خبره ځان بېرته منسجم کوی، اندېښنه وښوده.
د ټاس خبری آژانس د راپور له مخې نوموړی په پلازمېنه دوشنبې کې له تروریزم سره د مبارزې په اړه د نړیوالې او سیمه ییزې همکارۍ یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې په دې وروستیو کې په تېره بیا د افغانستان په شمالی ولایتونو کې چې له تاجکستان سره پولې لری، جهادی مدرسې پرانیستل شوی او د دې هېواد له جنوبی او ختیځو ولایتونو څخه ترهګرې ډلې په شمالی ولایتونو کې ځای پر ځای کېږی.
افغان حکومت د هغه د دې څرګندونو په اړه څه نه دی ویلی، خو له دې مخکې یې ویلی و چې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړی چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیانو پرضد د برید لپاره کار واخلی.
افغان چارواکو د پاکستان په ګډون پر ټولو ګاونډیو هېوادونو غږ کړی و، چې که دوی کومې اندېښنې لری باید له دوی سره یې شریکې کړی او په خبره یې د افغانستان په اړه دې له منفی څرګندونو ډډه وکړی.
گهیځ