په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې کندز ته تللې

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۳۰مه او د اکټوبر ۲۲مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایووا ولایتونو د سفر په لړ کې لومړی کندز ولایت ته تللې ده.
یوناما په یوه ټوېټ کې ویلی چې اوتونبایووا په کندز کې له ځایی چارواکو، د مدنی ټولنې له ډلو او د ښځو، رسنیو او سوداګرو په ګډون د ټولنې له استازیو سره پرلیدنو کتنو سربېره د نجونو له یوه ښوونځی هم کتنه کړې ده.
د نوموړې په خبره ډېرې اندېښنې د ژوند د محدودو امکاناتو، بانکی سیسټم او پر سوداګرۍ څرخېدې چې باید ورته پام وشی.
کندز هغه ولایت دی، چې د پخوانی ولسمشر اشرف غنی له واک ته رسېدو کال وروسته د طالبانو په لاس د لومړی ځپل لپاره سقوط وکړ. له دغه سقوط وروسته په کندز کې ټول مخ پر وده کارونه په ټپه و درېدل او ډېری پانګوال یې له ولایته ووتل.
د یادولو وړ ده، چې دغه ولایت بیا د ټول جمهوریت تر پرځېدو درې ځل سر په سر سقوط وکړ.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.