د جګړې پاتې شونی؛ پکتیا کې د ناچاودې هاوان مرمۍ په چاودنه کې ۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۳۰مه او د اکټوبر ۲۲مه نېټه ده) د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکی خبر ورکوی، چې د دغه ولایت په ځاځی اریوب ولسوالۍ کې د ناچاودې هاوان مرمۍ د چاودېدو له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویلی، د یادې ولسوالۍ په مری خېلو سیمه کې ماشومانو د هاوان ناچاودې مرمۍ ته اور اچولی و، چې د چاودنې په پایله کې یې ۲ ماشومان وژل شوی او ۲ نور ټپیان دی.
تر دې وړاندې د پکتیا په احمد خېلو ولسوالۍ کې ناوچودو توکو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
د یادولو وړ ده، چې که څه هم اوس په هېواد کې جنګ جګړې نشته خو له دغو جګړو د پاتې شویو ناچاودو توکو د چاودنې په پایله کې وخت ناو وخته خلکو ته مرګ ژوبله اوړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.