مجاهد پر نوی اساسی قانون د کار له پیلېدو خبر ورکړی

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د لړم/عقرب لومړۍ نېټه او د اکټوبر میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د سرپرست حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، ډېر ژر به نوی اساسی قانون بشپړ او د زاړه قانون پر ځای به وضع شی.
له یو کال ډېر وخت وشو، چې ا.ا پر افغانستان واکمن شوی او لا هم د اساسی قانون برخلیک ناڅرګند دی خو تازه د حکومت ویاند ویلی، چې د نوی اساسی قانون پر جوړېدو کار روان دی او ډېر ژر به بشپړ شی.
تر دې وړاندې سرپرست حکومت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ د ا.ا مشر له والیانو سره په کتنه کې بشری قوانین د نه اعتبار وړ بللی وو.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوی وو، چې تر دې وروسته باید په هېواد کې ټولې پرېکړې د اسلامی شریعت پر بنسټ وشی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.