کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د لړم/عقرب لومړۍ نېټه او د اکټوبر میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، داسې معلومات یې تر لاسه کړی چې په ویرجنیا ایالت کې د امریکا د سمندری ځواک عسکر «جوشوا ماسټ» یوه افغانه ماشومه یرغمل او د خپلې کورنۍ د غړې په توګه له ځان سره ساتلې.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، دا هغه افغان ماشومه ده چې په افغانستان کې د جګړو پر مهال یې ټوله کورنۍ د امریکا په بمبارۍ کې له لاسه ورکړې ده.
په خبرپانه کې ښودل شوی، چې دغه ماشومه یې له نورو خپلوانو په زوره برمته شوې ده.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت دا چاره د اندېښنې وړ او له انسانی کرامته لرې بللې او زیاتوی، چې یاده موضوع به له امریکایی چارواکو سره په جدی ډول تعقیب کړی څو یاده ماشومه بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شی.
که څه هم وزارت په څرګند ډول نه دی ویلی، خو ښایی دغه ماشومه له خپلو خپلوانو سره د امریکا لخوا د تخلیې پر مهال له افغانستانه ویستل شوې وی.
وزارت دا هم ویلی، د کوچنیانو او مېرمنو په ګډون هغه لسګونه زره افغانان چې امریکا او شریکانو یې په نا مناسب ډول له افغانستان ه ویستلی، له انسانی حقونو بې برخې او په پنډغالو کې ساتل کېږی.
دوی وایی، امریکا دې د کډوالو نړیوال قانون او قونسلی خدمتونو له مخې افغان کډوالو ته انسانی حقونه ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوریت د سقوط او کابل ته د ا.ا په راتګ سره امریکا او شریکانو یې لسګونه زره افغانان مختلفو درېیمګړو هېوادونو ته واستول، چې له هغه ځایه به یې په نوبت خپلو هېوادونو ته یوسی خو ګڼ شمېر دغه کسان بې برخلیکه په پنډغالو کې پراته او د ژوند له لومړنیو انسانی حقونو څخه بې برخې دی.
گهیځ