کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د لړم/عقرب لومړۍ نېټه او د اکټوبر میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوی غړی خانجان الکوزی وایی، که حکومت د صنعتکارانو بنسټیزو ستونزو ته پام ونه کړی، دوی نه شی کولی د صنعت په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره سیالی وکړی.
هغه ټینګار وکړ، چې د صنعت د پرمختګ پر وړاندې د زیربنایی په ځانګړی ډول د برښنا ستونزو ته باید پاملرنه وشی.
نوموړی دغه راز بانکی ستونزې په هېواد کې د صنعتکارانو او پانګوالو تر ټولو ستره ستونزه وبلله او د افغانستان له سرپرست حکومت څخه یې د هواری غوښتنه وکړه.
الکوزی له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان د پیسو د کنګل کېدو په اړه له سره غور وکړی او خوشې یې کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په تېر څو ورځنی نندارتون کې، چې د هېواد خپل محصولات او صنایع په کې نندارې ته وړاندې شول، حکومتی چارواکو په کې د ګډون پر مهال د صنعت کارانو او بزګرانو د هر ډول ستونزو د هواری ژمنه وکړه.
هغوی ته د کار برابرولو، محصولاتو ته بازار موندنې او د دوی د هر ډول د ملاتړ لپاره یې د مرستې ټټر ووهه.
گهیځ