کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د لړم/عقرب دوهمه او د اکټوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) له شپږم ټولګی پورته د نجونو د منع کېدو څلور سوومه ورځ ده. د پکتیا یو شمېر قومی مشرانو له کرزی سره په لیدنه کې د افغان نجونو پر مخ تر دولسم ټولګی د ښوونځیو پرانستو غوښتنه کړې.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر خپل ټویټر دا خبره کړې او له خپله اړخه یې هم د نجونو پر مخ له کوم محدودیت پرته د ښوونځیو پرانستو لپاره پر حکومت غږ کړی.
که څه هم حکومتی چارواکی په تکراری ژمنو کې د ښوونځیو د پرانستو ژمنې کړی خو لا هم معلومه نه ده، چې دا مسئله به کله حل او د نجونو پر مخ به ښوونځی پرانستل شی.
گهیځ