نن د اروپا په پارلمان کې د افغانستان د سرپرست حکومت د واکمنۍ پر سیمه ییز اغېز بحث کېږی

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د لړم/عقرب درېیمه او د اکتوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) په افغانستان کې د سرپرست حکومت د واکمنۍ پر سیمه ییز اغېز بحث د اروپا د پارلمان د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې جوړېږی.
ټاکل شوې چې په دې مذاکره کې به د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن، د بشری حقونو د څار سازمان یوه مسووله هیدر بار، د افغانستان لپاره د اروپایی پارلمان د ټاکل شوی ډلګۍ مشر او ځینې افغان فعالان برخه واخلی.
تر دې وړاندې د افغانستان په تړاو نړیوالو غونډو کې، په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د کار او زدکړو په برخه کې د محدودیتونو او سیمې ته له افغانستانه د ترهګرۍ خپرېدو په تړاو اندېښنې مطرح شوې وې.
افغان حکومت د ترهګرۍ په تړاو اندېښنې بې بنسټه او د ځینو استخباراتی کړیو ناسمې څرګندونې بللې وې، چې د دوی په وینا غواړی افغانستان په انزوا کې وساتی.
بلخوا دوی دغه راز ټنیګار کوی، چې د نجونو د زدکړو مخالف نه دی او په دې برخه کې د ځینو کارونو تر بشپړېدو وروسته به ښوونځی پرانستل شی خو د ۴۰۰ ورځو په تېرېدو په دې اړه کوم مثبت خبر نه تر سترګو کېږی.
دا چې د اروپایی پارلمان ننی بحث به په کومو مضوعاتو ورټول وی، څه نه دی ویل شوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.