کابل کې په نشه روږدو کسانو د درملنې ۵ زره بستریز مرکز چارې په بشپړېدو دی

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د لړم/عقرب درېیمه او د اکتوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرنیزو چارو مرستیال مهاجر فراهی ویلی، د روږدو کسانو د درملنې په موخه د جوړېدونکی روغتون چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوی.
هغه خبر ورکړی، چې تر یوې میاشتې دننه به په کې د رږدو کسانو ځای پر ځای کول او درملنه پیل شی.
د هغه په خبره په دې مرکز کې به د ناروغانو لپاره د درملنې ترڅنګ د بېلابېلو مهارتونو د روزنې امکانات برابر شی او هم به ورته دینی او عقیدوی زده کړې ورکړل شی.
د احصایوی معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په افغانستان کې د په نشه د روږدو کسانو شمېر شاوخوا درې میلیونه کسانو ته رسېږی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.