فارن پالیسی د اوکران جګړې لپاره د پخوانیو افغان پوځیانو د جذب لړۍ له پیلدو خبر ورکړی

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (لړم/عقرب ۴ مه او د اکتوبر میاشتې ۲۶مه نېټه ده) فارن پالیسی د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې، چې روسیې د اوکراین جګړې لپاره د افغانستان تېر جمهوری نظام د کومانډو ځواکونو د جذب لړۍ پیل کړې ده.
راپور کې راغلی، ګڼ شمېر افغان پوځی او امنیتی سرچینې وایی چې د امریکا له خوا روزل شوی پیاده ځواک چې شاوخوا شل کاله یې د امریکا او د هغوی د شریکانو د ځانګړو ځواکونو تر څنګ جګړه کړې، کولای شی هغه توپیر رامنځته کړی چې روسیه یې د اوکراین د جګړې په ډګر کې اړتیا لری.
د دغې رسنۍ د راپور له مخې، د پخوانیو کومانډو ځواکونو یو شمېر سرچینو ورته په دې اړه د نیول شویو اړیکو جزییات ورکړی.
فارن پالیسی د پوځی شنونکو له قوله د افغانستان دغه ځواکونه، چې شمېر یې شاوخوا ۳۰ زره تنه و او میلیونونه ډالره لګښت پرې شوی، روسیې ته د اوکراین جګړې لپاره تر ټولو مناسب او نسبتا کم لګښته ځواکونه بللی دی.
ویل شوی، چې د دغو ځواکونو یوه لویه برخه د جمهوری نظام له سقوط وروسته په هېواد کې بې برخلیکه پاتې شوه، چې د ا.ا له راتګ وروسته ګاونډیو هېوادونو ته لاړل.
د یادولو وړ ده، چې له افغانستانه د تخلیې پر مهال ګڼ شمېر لوپوړی افسران او د ځینو ځانګړو قطعو پوځیان امریکا له ځان سره و ایستل، چې له دې وړاندې یوه امریکایی ډیپلوماټ د روسیې په مقابل کې د جګړې لپاره په اوکراینی پوځ کې د دغو پوځیانو د استخدامولو خبره کړې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.