امریکا: نویو افغانیو ته مو د عامو افغانانو د ښېګڼې لپاره اجازه ورکړه

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (لړم/عقرب ۴ مه او د اکتوبر میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې افغانستان ته د نویو چاپ شویو پیسو لېږد ته د اجازې ورکول د متحدو ایالتونو موخه له افغان ولس سره د دوی د ښېګڼې په معنی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلی، چې د افغانی بانکنوټونو زړښت د عامو افغانانو کار و بار ټکنی کړی و چې له کبله یې دوی د نویو پیسو لېږد ته اجازه ورکړې ده.
د یادونې وړ ده چې د امریکا متحدو ایالتونو د روانې اونۍ په پیل کې د افغانستان بانک دوو پولی معاملو ته د اجازې د ورکړې خبر ورکړ.
په دې معاملو کې د افغانیو د نویو چاپ شویو بانکنوټونو د چاپ لپاره د پیسو لېږد هم شامل و.
پرایس ویلی، چې دا چاره له طالبانو سره د امریکا متحده ایالتونو د ښو اړیکو معنی نه ورکوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.