کابل/ګهیځ: نن شنبه (د لړم/عقرب ۷مه او د اکټوبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د اروپایی کمېسیون له رییس شارل میشل سره په کتنه کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دی.
د میشل او ضیایوف تر منځ یاده کتنه تېره ورځ جمعه (د لړم ۶مه) شوې. د دغې کتنې په اړه د دوی په ګډه خبرپاڼه کې راغلی، چې د افغانستان له خلکو سره د بشرپاله مرستو، په افغانستان کې د بشری حقونو خوندیتوب او د یو ټولګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې باید هڅې وشی.
په خپره شوې خبرپاڼه کې د ژمی په درشل کې په افغانستان کې روان بشری وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی او له نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتل شوی چې د دغه هېواد له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړی.
دواړو مشرانو ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره ګواښوونکې نه وی.
که څه هم د افغانستان حکومت د دوی تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې په وار وار ډاډ ورکړی چې دوی نه پرېږدی چې د افغانستان له خاورې دې کوم هېواد ته ګواښ جوړ شی.
گهیځ