کابل/ګهیځ
نن شنبه (د لړم/عقرب ۷مه او د اکټوبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د افغانستان د پلازمېنې کابل او د متحده عربی اماراتو العین ښار تر منځ الوتنې له اووه کلن ځنډ وروسته له سره پیل شوې.
آریانان افغان هوایی شرکت په یوه خبرپانه کې ویلی، چې دا الوتنې به په اونۍ کې دوه ورځې (شنبه او چهارشنبه) له کابله العین ښار ته او بالعکس کېږی.
د شرکت د چارواکو په وینا، په دغو الوتنو کې به پر مسافرو سربېره سوداګریز توکی هم وړی را وړی.
افغان سوداګرو او امارات مېشتو افغان مسافرو د اریانا افغان هوایی شرکت د دې اقدام ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې له دې سره به د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه هم ډېره شی.
د تېر کال اګسټ له ۱۵مې وروسته د نړۍ بېلابېلو ښارونو ته د آریانا افغان هوایی شرکت د الوتنو لړۍ وځنډېده، خو وروسته له دې چې د روان کال د تلې یا میزان میاشتې په پیل کې د متحده عربی اماراتو د یوه شرکت له خوا د کابل په ګډون د هېواد د څلورو ولایتونو هوایی ډګرونه ورغول شول یوځل بیا د افغانستان دروازه د نړیوالو الوتنو پرمخ خلاصه شوه.
گهیځ