شری او اسهال نارغیو له ۴۵۰ ډېر افغانان مړه کړی

کابل/ګهیځ:

نن شنبه (د لړم/عقرب ۷مه او د اکټوبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې په افغانستان کې د شری او شدید اسهال له امله ۴۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په تېرو لسو میاشتو کې د شری پر ناروغۍ د مړیو شو کسانو شمېر ۳۷۸ تنه ښودلی او وایی، چې د روان کال په وروستۍ میاشت کې ۷۶ تنه سخت اسهال مړه کړی دی.
دغه سازمان پرون ماښام (جمعه د تلې۶مه) د یوه نوی راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د شری او سخت اسهال د دوو ناروغیو د خپریدو اعلان وکړ.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه د اکټوبر تر ۲۲مې په افغانستان کې د شری ۹۰، ۷۱ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې یې ۳۷۸ کسان مړه شوی دی.
د دغو ناروغیو ډېری قربانیان له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دی.
دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلی، چې د شری ناروغۍ ټول افغانستان اغېزمن کړی، خو د بدخشان، کابل، ننګرهار، کندز، هلمند، تخار او هرات ولایتونه تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی.
شدید اسهال یوه بله ناروغی ده چې په افغانستان کې یې د خپریدو په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې یادونه شوې ده.
د دې ناروغۍ لامل د اوبو کموالی بلل کېږی.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په ۱۵۳ ولسوالیو کې د شدید اسهال ناروغۍ پېښې ثبت شوې دی.
داسې اندېښنې شته چې د شری او شدید اسهال له امله ښایی په افغانستان کې د مړو شمېر زیات شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.