د افغانیو نوی بانک نوټونه، د راکړې ورکړې آسانتیا که د هېواد اقتصادی وده؟
کابل/ګهیځ:
راپور: نذیر منیب
په داسې حال کې چې د افغانستان بازارونه دا مهال د افغانی بانکنوټونو له جدی کمښت او ستونزې سره مخ دی او د شته نوټونو له زړښته هم شکایتونه تر وروستی بریده رسېدلی، اوس کابل ته د افغانیو د نویو چاپ شویو بانکنوټونو له را رسېدو خبر ورکړل شوی دی.
که څه هم په کابل کې اړونده چارواکیو هم تر دې وړاندې پدې اړه خبرې کړې وې خو د نویو افغانی بانک نوټونو د چاپ په اړه یقینی خبره تېره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ وکړه، او ویې ویل چې د افغانیو نوی چاپ شوی بانک نوټونه به کابل ته له رسېدو وروسته د زړو شویو افغانیو پرځای بازار ته وړاندې کړای شی.
په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدا وروسته دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد د نویو بانکنوټونو د چاپ او بازار ته د راتګ خبره کېږی.
دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کراتو کراتو افغان ولس، سوداګرو او چارواکو په بازار کې د افغانیو له کمښت او د چلېدونکو نوټونو له بېساری سولېدو او زړیدو اندېېښنه ښکاره کړې وه خو اوس د افغانستان بانک وایی، د افغانیو بانک نوټونو د چاپ برخه کې یې له پلان سره سم د پام وړ پرمختګ کړی دی.
دغه بانک پر ټویټر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی دی: “زاړه بانکنوټونه به په سیستماتیک ډول او په دې برخه کې د شته کړنلارې پر بنسټ راټول او له دوران څخه به وویستل شی”.
د مرکزی بانک په خبرپاڼه کې چې د تلې په ۳۰مه خپره شوه، راغلی دی چې د نویو بانکنوټونو خپریدل به اقتصادی ودې او د بازار اړتیاو ته په کتو د معقول پولی سیاست پر بنسټ وی.ږ
نوی بانک نوټونه او د هغوی چاپ:
بل خوا چارواکی وایی چې نوی افغانی بانک نوټونه یې په پولنډ کې چاپ کړی دی. د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې پولنډی چارواکو ویلی وو چې د پولنډ د پیسو د چاپ له امنیتی شرکت(PWPW) سره د افغانستان د هوکړې له مخې، ګڼل شوې چې ۳۸۰ میلیونه افغانۍ نوی بانک نوټونه چاپ شی چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه به افغانستان ته وسپارل شی.
هغوی ویلی وو، د افغانیو نوی چاپ شوی بانک نوټونه له ښو امنیتی ځانګړنو برخمن دی چې د خیرو یا چټلیو او د کیمیاوی محلولونو پر وړاندې ډېر مقاومت لری.
دا چې دغه پیسې د کومې پشتوانې یا د کوم لګښت په اساس چاپ شوی؟ په هېواد کې د ننه مرکزی بانک یې په اړه څه ندی ویلی خو د اقتصادی او بانکی چارو کارپوه او د تېر جمهوریت پر وخت د دغه بانک سرپرست واحد نوشېر له رسنیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلی، چې د افغان فنډ په نوم نوی ایجاد شوی فنډ به په یاده موضوع کې ډېر رول و لوبولی شی.
ښاغلی نوشېر همدارنګه وویل، چې دا پیسې د تېر حکومت پر مهال د پخوانی تعهد پر اساس چاپ شوی او په بڼه کې یې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.
نوموړی همدا رنګه په خپلو خبرو کې وویل، چې د سل میلیارده افغانیو په ارزښت د نورو بانک نوتونو لپاره، چې غټ نوټونه په پکې شامل دی، له یوه فرانسوی شرکت سره د نوی قرارداد کار روان دی چې د هغه لپاره یوه پشتوانه اړینه ده او په دې کې به په سویس کې رامنځ ته شوی نوی فنډ ډېر رول ولری.
د افغانیو د چاپ قرار داد او د پشتوانې ستونزه:
بل خوا د اقتصادی چارو شنونکی او د مالی تفتیش د چارو متخصص خلیل الرحمن عمرزی هم وایی، چې د دې پیسو د چاپ قرارداد د تېر حکومت پر مهال ترسره شوی و خو د نظام له ړنګېدو سره پیسې بلاک شوې، چې بېرته د اوسنی حکومت په غوښتنه او د امریکا په اجازه چاپ کېږی.
هغه له ګهیځ نیوز سره په خبرو کې وویل چې له پولنډی شرکت سره ترسره شوی قرارداد د تېر نظام پر وخت ترسره شوی دی او له همدې امله د هغه نظام تر سقوط وروسته لومړی دا پیسی بلاک شوې خو وروسته د اوسنی حکومت په غوښتنه او د امریکایانو په منځګړیتوب یا اجازه لیک پولنډی شرکت ته د پیسو د چاپ اجازه ورکړل شوه.
عمرزی پدې اند دی :” افغانستان د زړو پیسو له مشکلاتو سره مخامخ دی او په راکړه ورکړه کی د داخلی بانکونو، خلکو، صرافانو ترمنځ ستونزې موجودې دی ځکه یې نو دا پیسی موجوده نظام ته ورکړی”.
د اقتصادی چارو دا کارپوه په دې اړه چې د نویو بانک نوټونو راتلل به د افغانستان په اقتصادی وده کې څومره رول ولوبوی؟ په دې اند دی چې شاید دا کوم خاص رول ونه لری، او یوازې په بازار کې به د زړو پیسو ځای نوې پیسې ونیسی.
دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی خانجان الکوزی هم له ګهیځ نیوز سره په خبرو کې د ورته پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دا بانک نوټونه له یوه اقتصادی بند نه له ازادۍ پرته نور له افغانستان سره د نړۍ پر سوداګرۍ او یا دننه په هېواد کې د اقتصادی ودې لپاره کوم ځانګړی رول نشی لوبولی.
پولینډی شرکت او د نویو افغانی بانک نوټونو چاپ:
که څه هم نوی افغان بانکنوټونه په پولنډ کې چاپ شوی خو د یادولو وړ ده، چې افغانستان په تېرو دوه لسیزو کې په برټانیا، المان او فرانسه کې د افغانیو د چاپ پروسه تر سره شوې ده.
د افغانستان د مرکزی بانک ځینې چارواکی د دې اندېښنې په ځواب کې چې کېدای شی په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانی بانک نوټونو چاپ به د جعلی پیسو چاپ ته زمینه برابره کړی وویل، دا د نړۍ معتبر شرکتونه دی، چې په خبره یې داسې کومه چاره ممکن نه ده.
نه د افغانستان مرکزی بانک او نه هم ټام وېسټ د افغانستان بانک او بازارونو ته د نویو پیسو د راتلو کره نېټه څرګنده کړه، خو د دغه بانک پخوانی سرپرست واحد نوشېر بیا وایی چې دا پیسې لومړی په یو ځانګړی ځای کې ساتل کېږی له هغه وروسته بانک او بیا په سیستماتیک ډول بازار ته وړاندې کېږی.
په ټوله کې که څه هم د اقتصادی چارو ځینې کارپوهان او شنونکی د افغانیو د نویو بانک نوټونو چاپ کومه لویه کارنامه نه ګڼی او د هغې د چاپ اصلی کردیټ تېر جمهوریت ته ورکوی، خو د افغانستان عام خلک او پ تېره بیا په بازار کې کار کونکی کسب ګر د نویو بانک نوټونو چاپ ته خوشحاله دی او وایی چې بازار ته د دې پیسو په راتګ سره به تر یوه بریده د زړو، سولېدلو او ټوټې شویو بانک نوټونو له ستونزې څخه خلاص شی او دا د عامو افغانانو او کاروباری وګړو لپاره یو سهولت ګڼی.
پای
گهیځ