کابل/ګهیځ:
نن یکشنبه (د لړم/عقرب ۸مه او د اکټوبر میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې، ګواکې له امریکا سره یې د دوحې تړون په څېر د یو نوی تړون کولو لپاره د مذاکراتو لړۍ پیل کړې ده.
د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دوی د ملا بردار په مشرۍ د امریکا د ملی امنیت له سلاکار او د CIA له مرستیال ډیویډ کوهن سره په دوحه کې د مذاکراتو په اړه خپاره شوی خبرونه ردوی او پروپاګنډا یې بولی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلی، چې اشخاص دې داسې بې بنسټه او ناسمو راپورونو ته د اعتبار ورکولو هڅه نه کوی.
هغه په رسنیو هم غږ وکړ، چې خپلو اصولو ته ژمن پاتې شی او د بې بنسټه راپورونو له خپرولو دې ډډه وکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ (د تلې ۶مه) د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار وویل چې د افغانستان حکومت له امریکا سره د مذاکراتو نوې لړۍ پیل کړې ده.
د هغه په وینا دا مذاکرات د دواړو لورو د استخباراتی او نظامی چارواکو تر منځ لومړی په پاکستان او بیا په دوحې کې ترسره شوی.
نوموړی زیاتوی ځینې هېوادونه له همدې مذاکراتو په وېره کې دی او اندېښمن دی چې ښایی د اوسنی حکومت مشران د افغانستان په شمالی ولایتونو کې د امریکا ځینو پوځی قطعاتو ته ځای ورکړی.
خو د بهرنیو چارو وزارت یې پروپاګنډا بولی او خبر ورکوی، چې د دا ډول خبرونو په خپرولو سره دې ولس ته د تشویشونو له پیدا کولو څخه ډډه وشی.
گهیځ