کابل/ګهیځ:
نن یکشنبه (د لړم/عقرب ۸مه او د اکټوبر میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو سازمان ویلی، په روان ۲۰۲۲ کال کې د اسراییلی رژیم ملېشو په اشغال شوې لویدیځه څنډه کې ۱۱۸ فلسطینی وګړی په ډزو وژلی دی.
دا خبره د دغه سازمان د بشری حقونو د کمېسیون ویاندې راوینا شمدسانی په جینیوا کې د دملګرو ملتونو اونیزې ناستې ته کړې او ویلی یې دی، چې د وژل شویو له ډلې ۲۸ کوچنیان او ۵ مېرمنې دی.
هغه ټینګار وکړ، چې په دې وروستیو اونیو کې په لویدځه څنډه کې د ملکی وګړو پر وړاندې د دوی تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې نږدې هره ورځ اسراییلی ملېشې د لویدیځې څنډې او د بیت المقدس په بېلابېلو سیمو کې د “مطلوب کسانو” د نیولو په پلمه چاپې وهی او له فلسطینیانو سره نښتې کوی.
گهیځ