کابل/ګهیځ:
(د لړم/عقرب ۸مه او د اکټوبر میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت دفتر وایی چې د کابل ښار له واټونو د سوالګرو د راټولولو کمېسیون تر دې مهاله ۱۴ زره او ۳۹۳ سوالګر را ټول کړی دی.
اقتصادی معاونیت وایی چې د راټولو شویو سوالګرو مطلق اکثریت یا نهه زره او ۱۵۴ هغه مېرمنې دی چې له ډلې یې یوازې درې زره او ۳۸۶ مستحقې او پاتې ټولې کسبی سوالګرې دی.
اقتصادی معاونیت د راټولو شویو نارینه سوالګرو شمېر ۱۳۲۸ تنه او د ماشومو سوالګرو شمېر بیا درې زره او ۹۱۱ تنه ښودلی چې له ډلې یې ۱۷۵۲ تنه مستحق او نور ټول کسبی سوالګر بللی دی.
د دوی د معلوماتو له مخې مستحق سوالګر د میاشتنی معاش د ترلاسه کولو لپاره سرې میاشتې ته ور پېژندل شوی او له کسبی سوالګرو تضمین اخیستل شوی چې بیا به په سوال کولو لاس نه پورې کوی.
د یادونې وړ ده چې د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت د زمری له ۲۲ مې نېټې راهیسې په کابل ښار کې له واټونو د سوالګرو را ټولول پیل کړی او ویلی یې دی چې دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځوی.
گهیځ