کابل ته د کډوالو عالی کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو د مسوولې راتګ

کابل/ګهیځ:
(د لړم/عقرب ۸مه او د اکټوبر میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مسووله دومینیک ایزابل هاید د دې لپاره چې، د افغانانو د بشری اړتیاوو په اړه معلومات تر لاسه کړی، کابل ته راغلې.
هغې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی، چې دا مهال په کابل کې ده او په را روانو ورځو کې به دلته له ښځو د د دوی د حقونو او هیلو ته د رسېدو لپاره د مبارزې په اړه معلومات واخلم.
مېرمن ایزابل وایی، ښځې د دې هېواد بنسټ جوړوی چې په خبره یې د کورنۍ او ټولنې په ثبات او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره کولی شی ارزښتمن رول و لوبوی.
په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالی کمېشنرۍ لیکلی چې په روان میلادی کال کې له ۴.۶میلیونه افغانانو سره د دوی له خوا د نغدو پیسو او د کورونو د وسایلو مرسته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۹۳ سلنه خلک له لوږې سره مخ دی چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.