له هند سره د سوداګرۍ هوایی دهلېز بیا پرانستل شو

کابل/ګهیځ:
نن دوشنبه (د لړم/عقرب ۹مه او د نوامبر میاشتې لومړۍ نېټه ده) د افغانستان سرپرست حکومت له هند سره د هوایی دهلېز له بیا پرانستو خبر ورکوی، چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غنی یې په ۱۳۹۸ کال کې بنسټ کېښود.
دوی وایی، چې له دې لارې هند ته ځینې سوداګریز توکی رسېدلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلی، له هند سره یې داسې یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې کولی شی د هوایی دهلېز له لارې سوداګرۍ ته دوام ورکړی.
د هغه په وینا، هڅه کوی چې د تېر په پرتله سږکال هند ته د سوداګریزو توکو په صادراتو کې ډېروالی راشی.
افغان چارواکی وایی تېر یوه کال کې ۳۰ زره ټنه هنجه او لاسی صنایع له افغانستانه هند ته لېږدېدلی دی.
د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی له هند سره د لاپراخو تړونونو درلودل د افغانستان په ګټه بولی. هغه وایی که روسیه او قزاقستان د غنمو تولید کې له ستونزو سره مخ شی “غواړو د یوه بدیل په توګه هند سره هم د غنمو د پېرلو یو تړون ولرو” له کاناډا سره هم یوه تړون ولرو.
د کابل او نوی ډهلی ترمنځ کلنۍ سوداګری تېرو کلونو کې یو نیم میلیارد ډالره ته رسېده خو رپوټونه وایی د دولت پر ګدۍ د طالبانو له ولکې سره دا کچه ۲۴ میلیونو ته راټیټه شوه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.