کابل/ګهیځ/ د لړم ۶مه او د نوامبر لومړۍ
د بښنې نړیوال سازمان په بدخشان کې له ښځینه محصلینو سره د سرپرست حکومت د ځواکونو پر چلند سخته نیوکه کړې او د دوی وهل او ډبول یې ستر شرم او سپکاوی بللی دی.
په افغانستان کې د دغه سازمان څانګې ویلی چې سرپرست حکومت نړۍ ته ډاډ ورکوی چې بشری حقونه یې خوندی کړی، خو په عمل کې د دوی دا خبرې دروغ او د رسمیت پېژندلو لپاره یوه هڅه ده.
د دغه سازمان د افغان څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدی ویلی، دوی په ښکاره وایی چې د پوهنتون محصلینې دې له کومې ستونزې پرته زدکړې وکړی، خو په وینا یې چې په عمل کې داسې نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د بدخشان پوهنتون یو شمېر محصلینو ادعا وکړه چې د امر باالمعروف کسانو د چادری نه اغوستلو په پار پوهنتون ته نه دی پرېښې او د اعتراض پر مهال یې وهلې او ډبولې هم دی.
بلخوا پر خواله رسنیو یو شمېر خپرو شویو ویډیوګانو او تصویرونو کې ښکاری چې یو طالب د پوهنتون په دروازه کې ولاړې محصلینې په کېبلونو وهی او شړی یې.
خو په بدخشان کې د امرباالمعروف ادارې مشر ویلی، چې له ښځینه محصلینو سره دا ډول چلند د دوی د استازو نه، بلکې د یاد پوهنتون د ارشاد کمېټې کړی و.
گهیځ