د لړم ۱۰مه او د نوامبر لومړۍ
کابل/ګهیځ
هاګ کې د جنګی جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو اعلان کړی چې افغانستان کې د جګړې پر مهال د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشری حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پیلوی.
قاضیانو په یوه نوی حکم کې څارنوال کریم خان ته اجازه ورکړې چې د افغانستان پر دوسیه بېرته کار پیل کړی.
کریم خان د ملګرو ملتونو یو پخوانی جګپوړی مشر دی چې اوس د جرمونو نړیواله محکمه کې د څارنوال په توګه دنده لری.
د دې محکمې د پرېکړې پر بنسټ به د امریکایی پوځیانو، د پرځېدلی افغان جمهوریت او ط البانو کړنې څېړل کېږی او هغه ادعاوې به پلټل کېږی چې په ۲۰۱۷ کې یې دوسیه برابره شوې وه.
د افغانستان جګړو کې د شویو جرمونو په اړه د هاګ محکمې د پلټنو اوږده موده کېږی او دغه بهیر لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې رسما پیل شو.
افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو د امریکا پر استخباراتی ادارې، د پخوانی افغان حکومت پر امنیتی ځواکونو، طالبانو او یو شمېر خپلسرو قوماندانانو بېلابېلو وختونو کې د وژنو، ربړونو او نورو بشر ضد جرمونو تورونه پورې دی.
د جنګی جنایتونو نړیواله محکمه به د امریکا د استخباراتو له لوری په رومانیا، لېتوانیا، پولنډ او د دې محکمې نورو غړو هېوادونو کې هم د پټو زندانونو درلودو او له بشری حقونو د سرغړونو پېښې وڅېړی.
گهیځ