پټ مذاکرات او پټې معاملې، د تېرو ناکامو تجربو تکرار!

پټ مذاکرات او پټې معاملې، د تېرو ناکامو تجربو تکرار!
کابل/ګهیځ
د تېرې اونۍ په پای او روانې اونۍ په پیل کې په داسې حال کې چې په کې هېواد د ننه د جګړو، ستونزو او نا خوالو ګڼ راپورونه هم د رسنیو د خبرونو سرټکی وو او په هېواد کې د نجونو پر منځنیو زده کړو بندیز هم د پخوا په شان د کورنیو او بهرنیو خبری سرچینو تر ټولو ګرمه موضوع ګڼل کېده، ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ یو لړ استخباراتی خبرې اترې روانې دی او آن د ځینو سیاسی شخصیتونو او رسنیو په قول پټ توافقات ترسره شوی دی.
که څه هم په کابل کې د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه ډول راپورونه ردوی، خو په ورته وخت کې کابل کې د یو مېشت سیاسی مشر او ځینو رسنیزو کړیو له خوا د تېرې اونۍ په پای کې داسې خبرې را څرګندې شوې او ځینې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د امریکا او طالبانو چارواکی به د یوه تړون او نوې موافقې په اړه خبرې اترې وکړی.
تر دې وړاندې په دوحه کې د افغانستان د استخباراتو د لوی رییس مولوی عبدالحق وثیق او د امریکا د استخباراتو د مرکزی ادارې CIA له مرستیال ډېویډ کوهن سره کتلی وو او پر یو لړ موضوعاتو یې سره خبرې کړې وې، دا خبره په کابل کې چارواکو هم تأیید کړه او د دواړو لوریو خبرې او مذاکرات یې بریالی وګڼل. په هماغه وخت کې او تر هغې لږ وړاندې په کابل کې د القاعدې سازمان د مشر ایمن الظواهری تر وژل کېدو وروسته په یو شمېر لویدیزو او نړیوالو رسنیو کې داسې راپورونه او اټکلونه هم خپاره شول چې ګواکې په نژدې راتلونکې کې به د افغان حکومت د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال “ملاعبدالغنی برادر” به د امریکا د ملی امنیت له سلاکار “جک سولیوان” او د امریکا د استخباراتو د مرکزی ادارې یا CIA له مرستیال “ډېویډ کوهن” سره په دوحه کې وګوری او پر یو لړ موضوعاتو به خبرې وکړی.
همدارنګه ځینې نا تأیید شوی راپورونه دا هم وایی چې د اسلامی امارت مشران او امریکایی چارواکی په وروستیو پټو مذاکراتو کې د طالبانو تحریک او امریکا تر منځ د پخوانی لاسلیک شوې تړون (دوحې تړون) په څېر د یوه بل تړون لاسلیک ته هم سره نژدې شوی دی.
لکه چې پورته ورته اشاره وشوه په کابل کې حکومتی ویاندویان دا ډول اټکلونه او راپورونه په کلکه ردوی او له امریکایی چارواکو سره په لوړه سویه د خبرو اترو ترسره کېدل نه منی، اما پدې ترڅ کې هغه څه چې ځینې لویدیزې رسنۍ او د پېښو شنونکی د هغه لوری ته اشاره کوی دا اندېښنې را پاروی چې یو ځل بیا د امریکا د جاسوسۍ خطرناکه او د زر ګونو بیګناه انسانانو وژونکې اداره د اوسنیو افغان چارواکو له مجبوریتونو او بندیزونو په استفادې، بیا خپل شوم او شیطانی جال دلته خور کړی او بالآخره افغان ولس بیا د تېر په څېر وزبېښی او استحصال ته یې د پخوا په څېر دوام ورکړی.
پرته له شکه افغانستان د تېر کال تر سیاسی او نظامی تحول او بدلون وروسته، په داسې حال کې چې له هر پلوه په کور د ننه او له کور نه بهر له چلنجونو او ګواښونو سره مخ دی او نوی نظام تر اوسه د هېڅ دوست یا ګاونډی هېواد له خوا په رسمیت ندی پېژندل شوی، څه په داخل او څه په بهر کې ستونزې او مشکلات ور دغاړی دی، دې ته جدی اړتیا لری تر څو د امریکا په ګډون د نړۍ له هر هېواد سره اړیکې او دوستی ولری او دا په اوسنی پړاو کې نه یوازې د افغانستان چې د سیمې او نړۍ د هر هېواد اړتیا او ضرورت دی، خو هغه څه چې کله ناکله د خطر د یوه زنګ په بڼه د افغانانو ذهن او دماغ پرېشانه کوی، عام محضر ته د دې ډول لیدنو کتنو او مذاکراتو نه را څرګندیدل او تر مذاکراتو او خبرو اترو وروسته یې په اړه د اندېښنو ډک او پرېشانه کوونکی تفصیلات راوتل دی.
که څه هم پدې اړه، په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغه بیان چې د نوموړی د ټویټر له لارې خپور شوی، د دوحې په وروستیو خبرو اترو کې له امریکایانو سره د هر ډول پټو توافقاتو خبره ردوی او پدې تړاو د ځینی سیاسی رهبرانو ادعاوې غلطې ګڼې، خو دې ته په کتو چې یوې خواته د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو تحریک تر منځ تر دې وړاندې په قطر کې د شوی توافق او تړون ډېر جزییات او تفصیلات لا تر اوسه هم له عام افغان ولس او آن له ډېرو سیاسی کړیو سره ندی شریک شوی او همداسې پټ پاتې دی، بل خوا دا ځل هم په قطر کې د افغان حکومت د رییس الوزراء د اقتصادی مرستیال او سی، آی، اې د جهنمی ادارې د مرستیال تر منځ د ترسره شویو یا ترسره کېدونکو خبرو اترو ډېر تفصیلات او جزییات له رسنیو او ولس سره ندی شریک شوی، د هېواد والو ته دا اندېښنه پیدا کوی چې هسې نه د پخوانی ایرانی رهبر خمینی په خبره ستر شیطان(امریکا) بیا د خپلو شومو اهدافو او موخو لپاره، د خوار افغان ولس هیلې او امیدونه په اوبو لاهو کړی او یو ځل بیا دلته خپل شوم او کرغېړن اغراض پیاده کړی.
د پخوانیو متل دی چې وایی: ” مار چیچلی له پړی هم ویرېږی”، افغان ولس د لویدیز والو او په تېره بیا د امریکا، شومو موخو او اهدافو ته په کتو دا حق هم لری چې پدې تړاو اندېښنه ولری او تر هغه چې د هر ډول مذاکراتو او توافقاتو په اړه له ولس سره تفصیلات او جزییات نه وی شریک شوی، دا اندېښنې به همداسې پر ځای پاتې وی.
اوس د حکومت پر چارواکو ده چې د هېواد په تاریخ کې د هر ډول پټو معاهدو او توافقاتو شالید ته په کتو، د نړۍ د ستر طاغوتی او استعماری قوت سره د ترسره شویو مذاکراتو او هر ډول توافقاتو تفصیل له ولس سره شریک کړی تر څو یوې خواته پر حکومت د ولس اعتماد او باور زیات شی او بل خوا شیطانې امریکا؛ او نورو لویدیزو ډنډوره چیانو ته دا موقع په لاس ورنشی چې په ولس کې د بې اعتمادۍ او بې باورۍ فضا را منځ ته کړی.
و ما علینا الی البلاغ

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.