له افغانستان سره د بشرپاله مرستو دوام؛ د ۴۰ میلیونه نغدی ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده

نن سې شنبه د لړم ۱۰مه
کابل/ګهیځ:
د افغانستان مرکزی بانک اعلان کړی چې د بشرپاله مرستو په دوام د ۴۰ میلیون امریکایی ډالرو یوه بله کڅوړه نن کابل ته را رسېدلې ده.
د افغانستان بانک پر خپله ټوېټرپاڼه د نړیوالې ټولنې له یادې مرستې هرکلی کړی او ترې غوښتی یې دی چې دغه مرستې د بانکی سکټور له لارې ترسره کړی.
تېره اونۍ مرکزی بانک ویلی وو چې د هېواد د مالی او بانکی سکټور د څارنې ادارې په توګه یې تل هڅه کړې، چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو نړیوالو مالی او بانکی بنسټونو سره ښې اړیکې ولری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.