نن چهارشنبه د لړم ۱۱مه
کابل/ګهیځ: امریکایی مقاماتو د جرمونو د نړیوالې محکمې «هاګ» د هغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی چې غواړی په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو او په جګړه کې د ښکېلو اړخونو د «بد چلند» د تورونو په اړه پلټنه وکړی.
د راپورونو پر بنسټ، هاګ ویلی چې غواړی بیا په افغانستان کې د جنګی جرمونو او بشریت ضد جرمونو په اړه پلټنې پیل کړی چې په کې په امریکایی ځواکونو باندې د «بد چلند د تورونو په اړه پلټنه» هم شامله ده.
د جرمونو نړۍ والې محکمې قاضیانو ویلی، په افغانستان کې د تېرو نږدې دوو لسیزو جګړو پر مهال د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشری حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې بیا پیلوی.
تازه د امریکا د ملی امنیت شورا د هاګ د جرمونو نړیوالې محکمې له دغې پرېکړه سره مخالفت ښودلی او وایی، چې دوی په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د چال چلند په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې له کومې هڅې خبر نه دی او فکر نه کوی چې دا کار دې ضرور وی.
د یادې محکمې د پرېکړې له مخې به د امریکایی پوځیانو، د پرځېدلی افغان جمهوریت او ط البانو چلند او د جګړې پر مهال له نرخه وتلې کړنې څېړل کېږی او هغه ادعاوې به پلټل کېږی چې په ۱۳۹۶ کې یې دوسیه برابره شوې وه.
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د حاکم نظام چارواکو تر اوسه د هاګ نړیوالې محکمې دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د جرمونو نړیواله محکمه چې په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه، په نړۍ کې لومړۍ محکمه ده چې جنګی جرمونه، د بشریت ضد جرمونه او نسل وژنې تعقیبوی. دا محکمه په هغو هېوادونو کې د جنګی جرمونو څېړنه کوی چې د څېړلو وړتیا او یا اراده یې نه لری. افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د دغې محکمې غړی شو.
گهیځ