پنجشنبه/د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ: د بښنې نړیوال سازمان د جرمونو پر نړیوالې محمکې غږ کړی، چې له رامنځته شوی فرصت څخه په استفادې، په افغانستان کې د جګړې د ټولو اړخونو له لوری ترسره شویو جرمونه وڅېړی.
دا غوښتنه د بښنې د نړیوال سازمان د سوېلی اسیا د برخې مشرې یمینی میشرا د جرمونو د نړیوالې محکمې د روانې اوونۍ د پرېکړې په غبرګون کې کړې.
هغې ویلی، د جرمونو د نړیوالې محکمې یا ICC څارنوال ته په کارده چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلی او د جګړې د ټولو اړخونو په اړه فوری څېړنې پیل کړی.
د جرمونو نړیوالې محکمې څو ورځې مخکې وویل، چې د دې محکمې د لوی څارنوال دفتر ته یې واک ورکړ څو په افغانستان کې د جګړې په ترڅ کې د ترسره شویو جنګی جرمونو او بشریت ضد جنایتونو څېړنې له سره بېرته پیل کړی.
مېرمن میشرا ټینګار کړی چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالۍ دفتر باید پر خپل ټاکنیز چلند له سره غور وکړی او د افغانستان د پخوانیو امنیتی ځواکونو، د امریکا د متحده ایالتونو د پوځ او سی آی اې د غړیو په ګډون د جګړې د زورورو لوبغاړو په اړه څېړنې ته نه لومړیتوب ورکول یوې خوا ته کړی ترڅو په افغانستان کې د جګړې د ټولو قربانیانو په اړه د عدالت مسله یقینی شی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان ویلی وو چې د جګړې پر مهال د امریکایی او افغان حکومت د امنیتی ځواکونو د جرمونو په تړاو شوې ادعاوې له لومړیتوبه غورځوی.
د یادولو وړ ده، چې امریکا په افغانستان کې د جنګی جرمونو په اړه د نړیوالې محکمې د تازه پرېکړې مخالفت کړی.
د امریکا د ملی امنیت شورا چارواکو ویلی، دوی په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د چال چلند په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې له کومې هڅې خبر نه دی او فکر نه کوی چې دا کار دې ضرور وی.
د یادې محکمې د پرېکړې له مخې به د امریکایی پوځیانو، د پرځېدلی افغان جمهوریت او ط البانو چلند او د جګړې پر مهال له نرخه وتلې کړنې څېړل کېږی او هغه ادعاوې به پلټل کېږی چې په ۱۳۹۶ کې یې دوسیه برابره شوې وه.
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د حاکم نظام چارواکو تر اوسه د هاګ نړیوالې محکمې دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
گهیځ