د افغانستان لپاره د امریکا پالیسۍ په اړه غونډه؛ د افغانانو ترمنځ د یوه ملی ډیالوګ په رامنځته کېدو ټینګار شوی

پنجشنبه/د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایی د امریکا د اوماها په نبراسکا پوهنتون کې یې د یوې غونډې ګډونوالو ته د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسۍ اړوند ستونزو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
توماس وېسټ چهارشنبه ماښام (د لړم ۱۱مه) په یوه ټویټ کې ویلی چې، دا غونډه د نبراسکا د پوهنتون او د دې پوهنتون د افغانستان د مطالعاتو د مرکز د مشر شیر جان احمدزی په بلنه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د یاد پوهنتون د محصلانو، استادانو، څېړونکو، افغانانو او نورو په ګډون د اوهاما ټولنې غړیو برخه اخیستې وه.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ ویلی، چې د افغانانو ترمنځ د یوه ملی ډیالوګ د رامنځته کولو هڅه کوی، له دې مخکې د افغانستان له پخوانیو چارواکو او سیاسونو سره ډېر ځلې خبرې کړې دی.
نوموړی په وروستیو کې د افغانستان له پخوانی ولسمشر حامد کرزی سره د خبرو یادونه وکړه او ویې ویل، له ښاغلی کرزی سره یې د افغانستان د راتلونکی په اړه د افغانانو ترمنځ د فوری ملی ډیالوګ پر اړتیا خبرې کړې دی.
هغه همدارنګه ویلی، دوی دواړو په دې ټینګار وکړ چې د نجونو پر مخ باید ټول ښوونځی بېرته پرانیستل شی ځکه د زده ‌‌کړې له اساسی حقونو څخه د نجونو بې برخې کول افغانستان تېرو لسیزو ته ستنوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.