کندز؛ د جګړو له امله د زرګونه کورنیو ویجاړ شوی هستوګنځی بیا رغول کېږی

پنجشنبه، د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ: د کندز ځایی چارواکی وایی، چې د دغه ولایت په ۵ ولسوالیو کې د بې ځایو شویو کورنیو څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ ویجاړ شوی استوګنځی بیا روغول کېږی.
باختر دولتی اژانس د یاد ولایت د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوی عبدالولی محمدی له قوله ویلی، چې په دغه ولایت کې یې د جګړې پر مهال د ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې چارې پیل کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې اوسمهال د کندز په ۵ ولسوالیو کې ویجاړ شوی کورونه د ملی او نړیوالو مرستندویو موسسو په همکارۍ د بیارغونې په حال کې دی.
کندز یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د تېرې کورنۍ جګړې پر مهال تر ټولو ډېر ځپل شوی ولایت دی. د پخوانی ولسمشر محمد اشرف غنی د حکومت پر مهال درې ځل د طالبانو په لاس سقوط شو، چې د همدې کش و ګیر له امله د دغه ولایت اوسېدونکو درانه مالی او ځانی زیانونه ګاللی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.