پنجشنبه، د لړم ۱۲مه
کابل/ګهیځ: په اشغال شوی قدس ښار کې د اسراییلی رژیم جنګی ملېشې په یوه برید کې یوه فلسطینی ملکی وګړی خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د فلسطین د روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د اشغال شوی قدس په شمالی بیت دقو ښارګوټی کې اسراییلی ملېشې د محمد ریان په نوم یو ۴۲ کلن سړی په ډزو وژلی.
د راپورونو له مخې، اسراییلی ځواکونه نژدې هره ورځ تر اشغال لاندې سیمو کې ملکی وګړی په ډزو وژنی.
دا په داسې حال کې ده، چې د لړم پر ۸مه ملګرو ملتونو سازمان ویلی، په روان ۲۰۲۲ کال کې د اسراییلی رژیم ملېشو په اشغال شوې لویدیځه څنډه کې ۱۱۸ فلسطینی وګړی په ډزو وژلی دی.
گهیځ