ایران کې د افغان کډوالو وضعیت؛ د جبری ایستلو لړۍ یې چټکه شوې

شنبه، د لړم ۱۴مه
کابل/ګهیځ: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه په جبری ډول د افغان کډوالو د را ایستلو د بهیر د چټکیدو خبر ورکړی او ویلی دی، چې په تیره یوه اونۍ کې په زرګونو افغان کډوال له دغه هیواد څخه را ایستل شوی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د لړم د میاشتې له ۴مې د دغې میاشتې تر ۱۱مې نېټې ۲۲ زره افغان کډوال د ایرانی پولیسو له خوا د نیول کیدو وروسته بیرته افغانستان ته ګرځول شوی دی.
وزارت دغه راز ویلی، چې د لړم د میاشتې په نهمه او لسمه نېټه باندې هم ۴زره ۱۸۱ تنه کډوال له ایران څخه په خپله خوښه او جبری ډول وطن ته ستانه شوی دی.
د وزارت د خبرپاڼې په وینا ډېری دغه کډوال چې په تېره اونۍ کې له ایرانه ایستل شوی، په غیرقانونی ډول دغه هېواد ته تللی وو.
د کډوالو اوستنیدونکو د چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تیر یو کال کې له بهرنیو هیوادونو څخه ۷۰۰ زرو پورې افغان کډوال بیرته وطن ته راغلی دی، چې اکثریت یې له ایران څخه افغانستان ته شړل شوی افغان کډوال دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.