سوداګرۍ وزارت؛ ایران ته د ډبرو سکرو صادرات پیلوو

شنبه، د لړم ۱۴مه
کابل/ګهیځ: د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایی، چې نژدې راتلونکی کې به پر پاکستان سربېره ایران ته هم د ډبرو سکرو صادرات ولرو.
د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزی وایی، په دې برخه کې په روانو خبرو کې پرمختګ شوی او په خبره یې، غواړی چې افغان صادراتو ته پراختیا ورکړی، تر څو د هېواد سوداګریز بېلانس مساوی کېدو ته برابر کړی.
ښاغلی عزیزی دغه راز له هغو سوداګرو چې له هېواده بهر یې په میلیاردونو ډالرو پانګونه کړې هېواد ته د راتګ غوښتنه کړې ده.
نوموړی ویلی چې د پانګونې او اقتصادی فعالیتونو لپاره یې بانکی ستونزې حل کړې دی.
بل خوا د افغانستان د اوسپنې رېل پټلۍ ویلی، د لړم له شپږمې تر ۱۲مې نېټې له دغې لارې ۱۱۲ زره او ۸۰۵ مټریک ټنه د سوداګریزو توکو انتقالات شوی.
دغې ادارې ویلی، د اوسپنې پټلۍ له لارې د دغو انتقالاتو له ډلې ۲۶۶ مټریک ټنه صادرات دی، چې لویه برخه یې وچه مېوه جوړوی.
د اوسپنې پټلۍ ادارې هم ویلی، چې له دغې لارې د سوداګرۍ د لا غوړېدو لپاره سوداګرو ته د اړین سهولتونو د برابرولو هڅه کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.