د اسراییلی رژیم جنګی الوتکو د لبنان پر هوایی حریم تېری کړی

شنبه، د لړم ۱۴مه
کابل/ګهیځ: د اسراییلی رژیم څلور جنګی او یوه جاسوسی الوتکه د لبنان هوایی حریم مات کړی او د دغه هېواد خاورې ته ننوتی دی.
دا خبره د لبنان پوځ په یوه خبرپاڼه کې کړې.
په همدې بنست، د اسراییلی جنګی او جاسوسی الوتکې د لبنان هېواد د ټولو سیمو پر فضا الوتنه کړې او بیا د بېروت ښار د لویدیځ سیند له لارې وتلې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې لبنان او اسراییلی رژیم د امریکا تر څار لاندې خپلې اوبېزې پولی په رسمی ډول ترسیم او لاسلیک کړې.
دا لومړۍ سرغړونه ده، چې اسراییلی رژیم یې له تړون وروسته د لبنان د پولې په کراس کولو او د دغه هېواد پر فضا د الوتنې په کولو سره کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.