روسیه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه؛ افغان حکومت یې د دوی د استازو له ګډون پرته نیمګړې بولی

یکشنه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د جوړېدونکې غونډې بحثونه د کابل د استازو له ګډون پرته نیمګړی بولی.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلی وو چې په مسکو کې د افغانستان په اړه مشورتی غونډه رابلل کېږی، خو د د دغه هېواد د سرپرست حکومت پلاوی به په کې برخه و نه لری.
د راپورونو پر بنسټ تمه ده، چې دا غونډه د روانې نومبر میاشتې په نیمایی کې جوړه شی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر لیکلی چې افغانستان دمګړۍ یو مسوول، مشروع او خپلواک حکومت لری.
هغه وایی، چې د خپل هېواد امنیت یې ټینګ کړی او د ګاونډیو هېوادونو سربېره د سیمې له هېوادونو سره په سیاسی، امینتی او اقتصادی برخو کې مثبت تعامل لری.
بلخی دغه راز د روسیې فدراتیف د ملی امنیت شورا د منشی نیکولای یتروشیف هغه ادعا ردوی چی د ط.البانو اسلامی تحریک رامنځته کېدل یې امریکا پور تړلی دی.
ده زیاته کړې، د ط البانو اسلامی تحریک د پخوانی شوروی اتحاد لـه مـاتی وروسته، د خپل هېواد د ژغورنې لپاره د ولس له منځه را پورته شوی غورځنګ و چې په خپل وطن کې یې د اسلامی نظام لپاره مبارزه کړې، د نوییمو کلونو ملوک الطوائفی او وروسته یې بهرنی اشغال له منځه یووړل او له اوږدې مشروع مبارزې وروسته بریا ته رسېدلی دی.
که څه هم د افغان چارواکی اوسنی رامنځ ته شوی حکومت مشروع بولی او سربېره پر دې چې د سیمې ډېری هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومت سره سیاسی او اقتصادی راشه درشه هم ساتلې خو لا تر اوسه کوم هېواد د دغه حکوت د رسمیت پېژندو پرېکړه نه ده کړې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.