دوشنبه، د لړم ۱۶مه
کابل/ګهیځ: د قرغیزستان د ولسمشر ځانګړی استازی د سرپرست حکومت له مرستیال سره په کتنه کې د ښځو حقونو د ټینګښت او سیاسی جوړښت په اړه خپلې سلا مشورې او وړاندیزونه مطرح کړی دی.
د ارګ په ټویټرپاڼه کې راغلی چې د رییس الوزراء اداری مرستیال د قرغیزستان د ولسمشر ځانګړی استازی طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوی سره کتلی دی.
که څه هم د ارګ په خبرپاڼه کې د دغو وړاندېزونو په اړه په څرګند ډول څه نه دی ویل شوی خو زیاتوی چې، طلعت بېک مصدقاف په افغانستان کې د سراسری امنیت په ټینګښت خوښی ښودلې او د ښځو حقونو د تامین او سیاسی جوړښت په اړه یې خپلې مشورې او وړاندیزونه مطرح کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د قرغیزستان د ملی امنیت دولتی کمېټې غړی بالات سیپاف او په کابل کې د قرغیزستان سفارت شارژدافیر سنجر الکاژایوف لـه ترورېزم او نشه یی توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی او ویلی یې دی، چې ګاونډی او د سیمې هېوادونه باید د افغانستان واقعی غږ واوری.
افغان چارواکی د نړیوالو او سیمو هېوادونو ځینو اندېښنو ته، چې ګواکې له افغانستانه د ترهګرو ډلو د فعالیت ګواښ موجود دی، په اشارې وویل، هېڅ وسله والې ډلې ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوی.
گهیځ