دوشنبه، د لړم ۱۶مه
کابل/ګهیځ: مصر د تېرې یکشنبې نوامبر له ۶مې د اقلیمی بدلون په اړه د ۲۷مې نړیوالې سرمشریزې ناستې کوربه دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه کنفرانس نړۍ ته د ور پېښو اقلیمی ننګونو له پاره د حل لارو را اېستلو پر لور لومړنی ګام بولی او په خبره یې “باور لری چې ګډې ننګونې له تفاهم او ګډ کار پرته نه شی هوارېدی. ”
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې یوازې سږ کال افغانستان ته د اقلیمی بدلون د منفی اغیزو له کبله اوښتی زیان له دوه میلیارده ډالرو اوړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو افغانستان څانګې هم په دې اړه ویلی، چې افغانان د اقلیم د ویجاړوونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دی.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوی: “افغانستان لا د مخه له پرلپسې طبیعی ناورینونو سره مخامخ دی چې د خلکو ژوند، معیشت، کورونو او زیربناوو ته یې زیان رسولی.”
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، چې د اوښتی زیان د پوره کولو او د نورو اټکلی ګواښونو د مخنیوی لپاره، تر هغه وخته چې په دغه هېواد کې اقتصادی ثبات ټینګ شی، د خپلو ملی لومړیتوبونو په رڼا کې د نړیوالې ټولنې لاسنیوی ته اړتیا لری.
د اقلیمی بدلون په اړه د مصر په شرم الشیخ ښار کې جوړه شوې ۲۷مه نړیواله سرمشریزه به د روانې نوامبر میاشتې تر ۱۸مې نېټې دوام ولری.
گهیځ