دوشنبه، د لړم ۱۶مه
کابل/ګهیځ: افغانستان که څه هم په سږنی نړیوال جام کې لکه څنګه چې ترې تمه کېده ونه لوبېد خو په نړیوال جدول کې د ښو نمرو او لسم مقام په اخیستو یې وکولی شو چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته راساً ووځی.
د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ نړیوال جام به د امریکا او وېسټ انډیز په ګډ کوربه توب ترسره شی.
مخکې اندېښنې وې چې د اسټرالیا په کوربه توب په اوسنی نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان ماتو او لغوه شویو لوبو ته په کتو ښایی افغانستان راتلونکی نړیوال جام د غوراوی سخت پړاو ته اړ وی.
اوس د کرېکټ د نړیوالې شورا د تازه رده بندۍ پر بنسټ د روان نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو سربېره چې په کې هند، پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلند، انګلستان، هالند، سرېلانکا او سوېلی افریقا شامل دی نهم او لسم ټیم هم راتلونکی نړیوال جام ته لار پیدا کوی.
نهمه لوبډله د بنګله دېش او لسمه بیا د افغان کرېکټ ملی لوبډله ده.
د کرېکټ کارپوه او مبصر قسیم هلال د ۲۰۲۴ کال د نړیوال جام د شاملو ټیمونو په اړه رسنیو ته ویلی: “د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام اته غوره لوبډلې راساً وتلی. په دې سربېره افغانستان او بنګلهدېش هم چې نهم او لسم ټیمونه دی او ښه رنکینګ لری انتخاب شوی. په دې سربېره به دوه لوبډلې له افریقا، دوه له اسیا، دوه له اروپا، یوه له ختیځې اسیا او یوه له امریکا راځی. مجموعی شل لوبډلې کېږی. دا لوبې به ځکه ښې او خوندورې وی چې نوی ټیمونه به هم نړیوال جام کې وی او جالبې لوبې به وی.”
د یادولو وړ ده چې د ملی لوبډلې پخوانی لوبډلمشر محمد نبی عیسی خېل، په روان شل اوریز نړیوال جام کې د لوبو له پای ته رسېدو وروسته استعفا ورکړه، د نبی په لوبډلمشرۍ کې نجیب ځدراڼ نایب کپټان و.
تر اوسه معلومه نه ده، چې له دې وروسته به د افغانستان کرېکټ ملی لوبډلې لپاره کوم لوبعاړی د کپټان یا لوبډلمشر په توګه وټاکل شی.
که څه هم محمد نبی د خپل استعفا لامل څرګند کړی خو د کرېکټ لوبې څارونکی او پوه جاوید احمد کاکړ په آند ښایی د پردې تر شا نور دلایل هم وی، د ده په باور د اختلاف یو مهم ټکی دا کیدای شی چې محمد نبی د نړیوال جام په لوبډله کې «ډېر هغه نوی ځوانان نه غوښتل چې لا لویو سیالیو کې لوبېدلی نه وو او دا نړیوال جام یې داډول اولې سیالۍ وې».
محمد نبی په داسې حال کې له لوبډلمشرۍ استعفا کوی چې افغانستان په دې روان نړیوال جام کې هېڅ لوبه ونه ګټله.
افغان لوبډلې په دغه جام کې پنځه لوبې درلودې چې دوې یې د باران له کبله مساوی پای ته ورسېدې او په درېیو نورو کې یې له انګلنډ، سریلانکا او اسټرلیا څخه ماتې وخوړلې.
د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډله نن بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه.
گهیځ