معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان کې افغان بندیان؛ د قانوني اسنادو لرونکي کسان هم نیول شوي

پاکستان کې افغان بندیان؛ د قانوني اسنادو لرونکي کسان هم نیول شوي

سې شبه، د لړم ۱۷مه
کابل/ګهیځ: د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې سلګونه افغانان، له دې امله چې ګواکې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته ور اوښتي نیولي، دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت که څه هم څو ځله د لسګونو کسانو د خوشې کېدو خبرونه ورکړل او په کابل کې هم چارواکو د دغې موضوع د څارنې ژمنه وکړه، خو لا هم ګڼ شمېر کسان د پاکستان په کراچۍ ښار کې بندیان دي.
د دغو بندیانو مدافع وکیلې منیرې کاکړ ویلي، چې دا کډوال پاکستان ته په غیرقانوني توګه د داخلېدو په تور نیول شوي دي، خو ځینې یې د کډوالۍ اسناد، پاسپورټ او ویزه هم لري.
د مېرمن کاکړ په ونیا دمګړۍ په جمشرو او کراچۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه د پاسه ۱۲۰۰ کسان بندیان دي، چې په خبره یې د قانوني خوشې کېدو هڅې یې روانې دي.
په کابل کې چارواکو هم منلې چې له دې موضوع خبر دي او د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د پاکستان سفارت په جریان کې دي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې په دغه هېواد کې د دوی سفارت او د بهرنیو چارو وزارت د موضوع د روښانه کېدو په لټه کې دي او ژمنه کوي، چې د موضوع له روښانه کېدو وروسته د ستونزې پر حل له پاکستاني حکومت سره جدي خبرې کوي.
له افغان کډوالو سره د پاکستان د چلند په تړاو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي خواشیني ښودلې او له اسلام اباده یې وغوښتل چې له نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سره سم دې د یوه ګاونډي په توګه چلند کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس