افغان حکومت خلیجی هېوادونو ته شپانه لېږی

سې شنبه، د لړم ۱۷مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان حکومت خبر ورکوی، چې ډېر ژر به ۶۵ زره افغانان د کار لپاره له هېواده بهر واستول شی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلی، چې د یو لاسلیک شوی قرارداد له مخې قطر، عربستان او ترکیې هېوادونو ته ۱۵ زره شپانه او ۵۰ زره نور کارکوونکی لېږی.
د دغه وزارت مرستیا مخدوم عبدالسلام سادات رسنیو ته ویلی، چې د یادو هېوادونو له لوری یې د کار لپاره د بشری قوې د موندلو په موخه غوښتنلیکونه رالېږلی، چې په خبره یې دغو کسانو ته د تګ اسانتیاوو د برابرولو هڅه کوی.
چارواکو ویلی، چې بهر ته د کار لپاره د افغانانو د لېږلو دا قرارداد د تېر حکومت پر مهال شوی او دوی یې د پلی کولو هڅه کوی.
واک ته د ا.ا په رسېدو سره سم د امریکا لخوا د افغانستان د ارزی پانګې کنګل کول او له دغه هېواده د بهرنیو د مرستو پرې کېدو او د کار نشتون ګڼې اقتصادی ستونزې رامنځ ته کړی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان څانګې ویلی چې، د تېر کال اګسټ میاشتې راهیسې ۷۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.