د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ساری ناروغیو خپریدا پر زیانمنو خلکو اغېزې کړی

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ساری ناروغیو خپریدا پر زیانمنو خلکو اغېزې کړی
کابل- ګهیځ نیوز( د عقرب ۱۸ مه،۱۴۰۱):
د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایی په افغانستان کې د ساری ناروغیو خپرېدو پر هغو خلکو چې له مخکې زیانمن شوی وو لا ډېرې اغېزې کړې دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل خپاره شوی راپور کې همدا راز ویلی دی چی د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې ۳۲ زره افغانان په کور د ننه د روان کړکېج او طبیعی پېښو له امله بی ځایه شوی دی. یاد سازمان همدا راز وایی چې د ساری ناروغیو خپریدا، لکه حاده نس ناستې، شری، ډینګی تبه، ملاریا او د کویډ نولس(کرونا) په څېر ناروغیو هم پر خلکو چې له مخکې زیانمن شوی وو، زیاتې اغېزې کړی دی.
یاد سازمان همدا راز وایی چې په تیرې اکتوبر میاشت کی د ډینګی تبې پېښې زیاتې شوې او په ننګرهار ، لغمان او کابل ولایتونو کې ۴۶۸ مشکوکې پېښې هم ثبت شوې دی. د روغتیا نړیوال سازمان د خپل راپور په ترڅ کې ویلی دی چې د هغو ناروغیو په وړاندې چې د مخنیوی وړ دی، په ټول هېواد کې یې د واکسینونو له پروګرامونو سره مرسته هم کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.