پنجشنبه، د لړم ۱۹مه
کابل/ګهیځ: برېټانیایی حکومت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې یې د جګړې پر مهال پوځیانو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال، د راپور شویو شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۶۴ ماشومان وژلی دی.
برېټانیا ویلی، چې د وژل شویو ماشومانو کورنیو ته یې تاوان ورکړی دی.
تر دې وړاندې د دغه هېواد دفاع وزارت ویلی وو چې د ۱۶ وژل شویو افغان ماشومانو کورنیو ته یې تاوان ورکړی دی. دا شمېره په برېټانیا کې د «وسله وال تاوتریخوالی په ضد اقدام» د بنسټ په غوښتنه خپره شوې ده.
یاد بنسټ په خپل رپوټ کې ویلی، چې شونې ده د ولسی خلکو تلفات ډېر او تر ۱۳۵ ورسېږی. رپوټ وایی نور قربانیان د نجلۍ او هلک په نومونو ثبت شوی خو عمرونه او د وژل کېدو لاملونه یې نه دی څرګند شوی.
د رپوټ پر بنسټ، تر دې دمه د وژنو د ۸۸۱ ادعاوو یوې په څلورمې برخې ته تاوان ورکړل شوی دی.
د برېټانیا حکومت د ۲۸۹ ولسی وژل شویو افغانانو کورنیو ته ۶۸۸زره پونډه تاوان ورکړی چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو په منځ کې وژل شوی دی.
دې ادارې د بریټانیا پر دفاع وزارت نیوکه کړې چې د دغو ارقامو په خپرولو کې یې ځنډ او ناغېړی کړې ده.
گهیځ