سوریه کې د ایران په ملاتړ د فعالو وسله والو ډلو پر مرکزونو هوایی بریدونه شوی

پنجشنبه، د لړم ۱۹مه
کابل/ګهیځ: عراق سره د سوریې پر پوله البوکمال ښار اړوند دیرالزور سیمه کې د ایران په ملاتړ د فعالو وسله والو ډلو پر مرکزونو د ناپېژانده جنګی الوتکو لخوا هوایی بریدونه شوی.
اناتولیا خبری اژانس د ځایی سرچینو له قوله لیکلی، چې په دغو هوایی بریدونو کې بېګاه شپه د ثکک ګمرک دروازې ته څېرمه ۳ بېلابېل ځایونه په نښه شوی دی.
سرچینه زیاتوی چې، دغه بریدونه د سوریې خاورې ته د نفتی موادو د ټانکرونو له ننوتو لږ وروسته شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ثکک ګمرکی دراوزه د هغو مخالفو او ترهګرو وسله والې ډلې په ولکه کې ده، چې ایران یې ملاتړ کوی. په البوکمال کې د فاطمیون او زینبیون ملېشې د دوو ایرانی ملاتړو وسله والو ډلو په توګه فعالیت کوی چې بېګاه شپه د نامعلومو جنګی الوتکو ه لوری په نښه شوی دې.
د یادولو وړ ده چې په دغو بریدونو کې د اوښتو ځانی او مالی زیانونو په اړه تر اوسه هیڅ جزیات نه دی خپاره شوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.