زمونږ “ګاونډیان” چې واقعاً د “ګاونډیتوب” حق ادا کوی!!!

پدې وروستیو کې داسې ښکاری لکه پر افغانانو چې له هرې خوا سور اور را ورېږی، لکه چې وینو یوې خواته په کور دننه د ژمی د ساړه فصل په رارسېدو سره له ګڼو ستونزو او نا خوالو سره لاس او ګرېوان دی، د لومړنیو موادو ګرانی او وزګارتیا پر دې سر بېره بله ستونزه ده.
بل اړخ ته له هېواد نه بهر د دنیا په ګوټ ګوټ کې خواره واره افغانان دی چې د مسافرۍ او بې کورۍ په حالت کې له مال او ملک څخه لرې مری او یا هم ډله ډله، ښځې، نران او آن تنکی ماشومان کله په زنځیرونو او کله په پړیو تړل کېږی او د هېوادونو د پولیسو او امنیتی ځواکونو له خوا د قربانۍ د څاروی په څېر نامعلومو لوریو ته لېږدول کېږی.
پدې وروستیو کې په رسمی رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه او انځورونه خپاره شول چې په ګاونډی هېواد پاکستان کې یو شمېر بې وزلی افغانان چې عمرونه یې مختلف دی، د څارویو په څېر په یوه رسۍ په ګډه تړل شوی او نا معلوم لوری ته لېږدول کېږی.
دا ډول ویډیو ګانې او تصویرونه، پر هغه رسمی راپورونو سربېره دی چې وایی پدې وروستیو کې د پاکستان په مختلفو ښارونو په تېره بیا کراچۍ کې په سل هاوو هغه افغان کډوال د پولیسو له خوا د سفری اسنادو د نه درلودلو په تور نیول شوی چې ښځې او ماشومان هم پکې دی او بده یې هم لا دا چې ګڼ شمېر یې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانونی اسناد هم په لاس کې لری.
هغه کیسې او داستانونه چې د تورخم او سپین بولدک په سرحدی بندرونو کې د قانونی اسنادو درلودونکو افغانانو سره پېښېږی او آن سیمه ییزې او نړیوالې رسنۍ پرې خبرونه او تبصرې خپروی، یوه بله غمېزه ده چې شاید هېڅ با درکه او با درده افغان یې ونشی زغملای.
همدا راز زمونږ په لویدیز ګاونډ کې له پراته ایران نه هم دې ته ورته او آن کله تر دې د ډېر ناوړه چلند راپورونه تر لاسه کېږی، له مظلومو او جګړه ځپلیو افغانانو سره زمونږ د ایرانی مسلمانو وروڼو چلند خو دا څو لسیزې د رسنیو او را ستنو شویو کډوالو له خولې دومره تریخ او نا سم دی، چې کله نا کله یې یوازې اورېدل هم د زمری زړه غواړی.
له افغان بې سر پناه کډوالو سره د نورو لیرې او نژدې ملکونو د پولیسو چلند؛ لکه: د ترکیې د مسلمان هېواد یا هم اروپایی هېوادونو، هېڅ د پوښتنې وړ ندی او هغه څه چې پدې تړاو یوازې د رسنیزو راپورونو څخه تر لاسه کېږی دومره ترخه او زړه بوږنونکی دی چې مه کوه پوښتنه.
لنډه یې دا چې نن پر افغان وګړو دا ارت جهان تنګ دی، نه په خپل کور کې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو او په آرام سره له خپل کور او کهول سره د هغې د خوړلو پوره او سم امکانات ورته برابر دی او نه هم چېرته په بهرنیو هېوادو کې ورته د سرپناه او یوه با عزته ژوند ډېر چانس مساعد دی.
د پښتو ژبې مشهور متل دی چې بده ورځ ورور نه لری! نن پر افغان ولس همداسې بده ورځ راغلې او دا ځکه چې مونږ ته یوې خواته په تېرو څو پرله پسې لسیزو کې د “جمهوریت” په نامه درواغجن خوبونه را ولیدل شول، د شوروی د کمونیستی یرغل تر ماتولو وروسته، د امریکایی تور یرغل تر سیورې لاندې افغانان ووژل شول او کورونه یې ور وران شول، بل خواته په هېواد کې د بنسټیز او رغنیز کار پر ځای ولس د لویدیځوالو او آن د چم،ګاونډ د مغرضو او خدای نا ترسه واکمنو کړیو د دسیسو او توطیو ښکار شول.
پدې ترڅ کې پاکستان او ایران زمونږ دوه هغه مسلمان ګاونډی هېوادونه دی چې له یوه اړخه زمونږ سره خواخوږی کوی او زمونږ پر وضعیت د درواغجنو اوښکو په تویولو سره دلته خپل شوم او پلیت اغراض پالی او بل خوا بیا څه په نړیوال ستیژ او څه هم په کور دننه پر افغان ولس او افغان خاوره د هېڅ ډول زور زیاتی او منفعت پالنې څخه ډډه نه کوی.
په تېرو پرله پسې څو لسیزو کې که یوې خواته مظلوم افغانان د بهرنیو سترو ځواکونو؛ لکه: شوروی او امریکا سره ډغرې ووهلې او د هغوی پوځی او سیاسی یرغلونه یې په شا وتمبول، متأسفانه بل خواته زمونږ همدې دواړو مسلمانو ګاونډیو له شا په خنجر وهلی یو او له کافر دښمن سره یې زمونږ پر خلاف دسیسې او توطیې جوړې کړې دی.
اوس هم چې یوې خواته خوار افغان ولس په کور د ننه له ګڼو ستونزو او نا خوالو سره مخ دی او بل اړخ ته په نړیوال ستیژ د افغانانو سمه او پر حقه استازولی نشی کېدای، زمونږ دواړه مسلمان ګاونډیان او آن د سیمی ځینی اسلامی هېوادونه، له خوارو او جګړه ځپلیو افغانانو سره دوه مخی او منافقانه چلند کوی او له هر فرصت او چانس نه په استفادې د خوارو او ځپل شویو افغانانو پر زخمونو مالګه دوړوی.
ځکه خو زمونږ دواړه مسلمان!!! ګاونډیان باید دا هم هېر نکړی چې د پښتو ژبې مشهور متل په مصداق” وار کله د ابۍ وی کله د ابا !!”، دا حالات به تل داسې نه پاتې کېږی او داسې ورځ به هم راشی چې زمونږ دواړه مسلمان !! ګاونډیان مونږ ته له ورته برخلیک سره مخ وی، داسې لکه آثار او علایم یې چې په دواړو ګاونډیو هېوادو کې را څرګند شوی او شاید مونږ ته له ورته برخلیک سره مخ شی!

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.